د آلمانی ژبي درسی موادو تدوین په دوطلبانه ډول و مهاجرینو ته !

د آلمانی ژبي د کورس د پروژه جعبه له 2015 کال د اکتوبر نه شروع تر 2017 کال د جون تر میاشتی پوری د برلین په تخنیکی پوهنتون کښی دوام لری. زده کونکی کولای سی په هر سمستر کښی په دغه پروژه کښی ونډه واخلی.

زموږ مفکوره د یوي جعبی جوړول دي او د ښو درسی موادو لکه «پوسترونه، انځورونه، لوبی او لارښوني……..» د هغه چا لپاره دي چی غواړی په دوطلبانه ډول و مهاجرو ته د آلمانی ژبي د زدکړي مرسته وکړی. د مشاهداتو په اساس څرګنده شوي ده چی اکثره د آلمانی ژبی ښوونکي دغه موادو ته اړتیا لری او له هغه څخه استفاده کوی. بعضی وختونه ښونکی نه پوهیژی چه کوم موضوعات درس ورکړی او له کوم ډول میتودونو نه استفاده وکړی تر څو چی زده کونکو ته ډیر جالب او د توجه وړ وګرځی او څه ډول هغه څه چی زده کوونکی د آلمانی ژبی غوښتونکی دي ځواب ووایی.

دغه کورسونه وړیا او یا هم د لږو پیسو په ورکړه باندی دی. نو دا کورسونه ډیر خاص دي ځکه چه د آلمانی ژبی ښوونکی اکثراً تخصص لرونکی دي ځکه ډیر لږ وخت د درسی موادو لپاره لري. ډیر وخت د درسی موادو جوړول هم امکان نلری چه جوړ او تیار یی کړی له دی امله د زده کونکو د زده کړی سطح مخکی تر دي هغوی ته ښکاره نه ده او هم د آلمانی ژبي زده کونکی د مختلفو هیوادو او د مختلفو کلتور او هم ځانګړی سوي خاوندان دي د هغوی زده کړه د لاتینی الفباء سره ډیر فرق لری.

نو ځکه زموږ مفکوره داده چه یوه جعبه جوړه شی چی د لږو پیسو په بدل کښی کولای شی چه دغه زده کړه د انترنت له لاری لاسته راوړی. امید لرو چه د دغه پیشنهاد سره سم زیادتره آلمانی ژبی خلک و دي ته و هڅه وو ترڅو د آلمانی ژبی کورسونه بی له کوم امتیازه جوړ کړی. زموږ هدف شخصی منافع نه ده او نه هم آخر د کار دی. موږ غواړو تر ممکنه حده دغه مواد خلاص وی او هغه تصدیق Creative Commons License څخه ګټه واخستل شی.

هر زده کوونکی که د ښه تجربی خاوند وي او یا نه وي د دغسی غیر مسلکی کورسونو د آلمانی ژبی د ښوونکی په صفت او یا د زده کوونکی په ‌ډول سترګی په لاره یو تر څو د راتلونکی سمستر په را رسیدو سره زموږ په دغه پروژه کي چی ډول ډول رشتو په لرلو سره چه د ډیر تاثیر لرونکی دي زموږ سره همکار شی.

او که چیری غواړی نو په بل سمستر کښی زموږ سره همکار واوسی نو زموږ سره په اړیکی کښی شی. deutschkursinderbox@gmail.com

ستاسو اړیکه زموږ د خوشحالی وړ به وګرځي !

(ژباړه)

زموږ هدف د آلمانی کورسونو په لار اچول نه دي بلکه د درسی موادو تدوین د آلمانی ژبی ښوونکو ته چی به دوطلبانه ډول د آلمانی ژبی لوست کوي. له دی امله تأسی موږ ته آلمانی نه راښی بلکه تاسی کولای شی د آلمانی ژبو خلکو سره مرسته وکړی. نو که چیری یوازی دغه ډول تجربه لرونکی یاست خپل نظر او مفکوره زموږ سره شریکه کړی.

په درناوی